سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني نن په کابل کې دترکيې جمهوريت له سفير علي سيد اکين سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې  دواړو لورو په دوه اړخيزو او څو اړخيزو کچو کې دهمکاريو دلازياتې پراختيا لپاره ددواړو هېوادونو په قوي ژمنې ټينګار وکړ او دافغانستان اود سيمې دسياسي حالاتو په باب يې خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته