سیاست

حامد کرزي له محمود خان اڅکزي سره وکتل

کابل باختر د تلي دويمه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ له مشر محمود خان اڅکزي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ

په دې کتنه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس کابل ته د محمودخان اڅکزي او د هغه د ملګري هيئت راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د استاد برهان الدین رباني د شهادت د تلين په اړه په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د هغوی د ګډون له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته