کابل باختر دتلې دمياشتې ١١ نيټه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري اومنابعو معين ډاکتر نصيراحمد انديشه نن په کابل کې دتاحکستان جمهوريت له سفير شرف الدين امام سره وکتل،.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا او په اقتصادي اوقونسلي برخه کې دهمکاريو په ګډون ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو دپياوړتيا په باب خبرې وکړې.
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ