خبرونهنړۍ

زلنسکي واک غصب او اوکراین یې له سقوط سره مخ کړی

نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د اوکراین د اپوزیسیون یو سیاستوال ویکتور میدویدچوک سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي، چې ولادیمیر زلنسکي د اوکراین د ولسمشر په توګه په واک کې د پاتې کېدو حق نه لري او نه شي کولی د سیاست په نړیوال ډګر کې د اوکراین استازیتوب وکړي.
د نوموړي په خبره اوکراین کې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د ولسمشریزو ټاکنو تر لغوه کولو وروسته زلنسکي واک غصب او اوکراین یې له سقوط سره مخ کړی.
میدویدچوک د زلنسکي واک کې پاتې کېدل له اساسي قانون سره ټکر بللی دی.
زلنسکي په اوکراین کې د سږ کال ولسمشریزې ټاکنې لغوه اعلان کړي او د روسیې پر وړاندې جګړه کې بریا ترلاسه کول یې اړین بللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته