اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې څلور ډالره لوړوالى راغلى دى

کابلباخترد تلې د مياشتې٢
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت څلور ډالره لوړوالى راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢١٩ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  په ١٢٢٣ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٤٠٠ افغانيو، مصري په٢٤٥٠، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢٠٠٠افغانيو، عربي په١٩٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٥٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته