سیاست

ولسی جرګی دانرژى اواوبو وزیراستیضاح کړ

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٣
په هغې غونډه کې چی دولسی جرګی درئیس عبدالروف ابراهیمی په مشرى جوړه شوی وه ،له اجنډاسره سم دبودجی نه لګولو، دانرژى اواوبو دپروژودنا انډولی ،په قراردادونوکی نه روڼوالی ،دهلمند اوبو اودآموسیندسواحلوته دنه پاملرنی له امله د انرژى اواوبو وزیر ممحداسماعیل تراستیضاح لاندی ونیول شو.
په غونډه کی یوشمیروکیلانودنوروپه استازیتوپ  په داسی حال کی چی ددغه وزارت پروژی یی دافغانستان خلکوته مهمې وبللې ، په ولایتونوکی دپروژو ناانډولی،دهیواد په بيلابيلوولایتونواودکنړپه ولایت کی دانرژى اواوبو دبندونونه جوړول ،دآموسیند سواحلوته نه پاملرنه دشاه اوعروس  اوابراهیم دبندونونه جوړول ، دکندهاردبنسټیزوڅلوروبندونودجوړیدولپاره ددغه وزارت نه پاملرنه ، بل ولایت ته دخوست ولایت دبودجی لیږدول، کابل ته نږدی په ولسوالیوکی دبریښنا نه موجودیت،دڅښاک اوکرنیزواوبوته داندخوی دخلکونه لاسرسی اوداسی هغه پوښتنی وی چی دوکیلانوله خوا دانرژى اواوبو وزیرنه مطرحه شوې.
دغه رازوکیلانوله دی امله چی په وروستیوشپږوکلونوکی  دپکتیا، پکتیکا،غور،بادغیس، بدخشان اودایکنډی په  ولایتونوکی ددغه وزارت بودجه نه دی مصرف شوی نیوکی وکړی.
دغه رازوکیلانوله دی امله اندیښنه وښوده چی ددی وزارت ددیارلسو پروژولګښت صفردی اوخلک ددی وزارت له خدمتونو څخه محروم دی .
دغونډی په دوام دانرژى اواوبو وزیر دانرژى اواوبو په دغه وزارت کی دخپلوفعالیتونو اودهرات ولایت د مجاهدینوپه غونډه کی دخبرواوهغوته دوسلودویش په اړه څرګندونی وکړی اومجاهدین یی ددغه هیوادسرتیری اودهرات دمجاهدینوپه غونډه کی دده ګډون خپل مسولیت وباله اوټینګاریی وکړده په دی غونډه کی دناامنی اونورومنفی مسایلودمخنیوی په خاطرګډون کړی و.

په دوام دانرژى اواوبو وزیردبندونوجوړولوپه اړه معلومات ورکړل اودامنیت نشتوالی یی ددغه وزارت دځینوپروژودنه پلی کیدولامل په توګه وبلل، دانرژى اواوبو دپنځو بندونوله جوړیدواودمرستندويوهیوادونوله خواستروپروژوته دپیسو دورکړی د خبرورکولوترڅنګ ټینګاروکړچی دغه وزارت دهغې بودجی له مخی چی په لاس کی لری دبندونوپه جوړولواوترمیم کی اقدام کوی.
ده دغه راز له ایرانی کمپنیو سره د۸۵ سلنه قراردادونوکول ردکړاودقراردادونوکول یی یوروڼ بهیروباله . ده ژمنه وکړه هغه ولایتونه چی دبریښنا له ستیشنونوڅخه لیری دی دبادی اولمریزنیروڅخه په ګټی اخیستنی به دبریښنا څښتنان شی .
په همدې  ترتيب دانرژي اواوبو وزير دسيندونو ددوه زره پنځه سوه کيلومترو زيانمنونکو سيمويادونه وکړه او زياته يې کړه چې دزيانمنونکو سيمو ترميمولو زياتوپيسو ته اړتيالري  چې دانرژي او اوبو وزارت ددې قدرت نه لري چې دغه ټولې پيسې په يوه وخت کې ورکړي.
دغه راز ده ژمنه وکړه  دغه  وزارت  دبودجي په اندازه به دزيانمنونکو سيمو دجوړولو اودهغو دزياتوالي دمخنيوي  په مقصد هلې ځلې وکړي.
وروسته وکيلانو وړاندي شوي ځوابونه درايو په اکثريت تائيدکړل.
دغه راز دانرژي اواوبو وزیردسیندونوپه شاوخواکی د۲۵۰۰ کیلومتره تاوان منونکو (آسیب پذیرو)سیموڅخه دیادونی په ترڅ کی زیاته کړه تاوان منونکی سیمی ډیروپیسوته اړتیالری خو دانرژي اواوبو وزارت نه شی کولای دغه ټولی پیسی په یووخت کی ورکړی دغه راز دانرژي اواوبو وزیرژمنه وکړه دغه وزارت به دخپلی بودجی په اندازه دزيان منونکو سیموڅخه دمخنیوی په خاطربه هلی ځلی وکړی .

وکیلانو دانرژي اواوبو وزیرله څرګندونووروسته ، په علنی رای ګیری قناعت وکړاودصندوق له ایښودلوتیرشول.

دولسی جرګی غړوپه امتیازی وخت کی دهیواد دروانومسایلوپه اړه دننګرهارپه هوایی ډګرکی دطالبانویوځان مرګي بريدوغندل اودهیواد دامنیت په ټینګښت کی دامنیتی ځواکونودپام غوښتنه وکړه.
په غونډه کې دغه راز ټينګار وشو چې دسوداګرۍ اوصنايعواودکرنې او اوبولګولو وزيران  دى دژمي لپاره  دنفتي توکو دزيرمه کولو ، په بازار کې دبي کيفيته خوراکي توکو ، دخوراکي اودسون دموادو دبيو دلوړيدو ، په بزګرانو  دکيمياوي سري دويش لپاره دتياري  اوله غاصبانوڅخه دکرنيزو ځمکو دبيرته گرځولو په باب دمعلوماتو دوړاندي کولو په خاطر عمومي غونډې ته وغوښتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته