فرهنګ

نهه پنځوس قلمه تاريخي اثار له ملي موزيم څخه قاچاق شوي نه دي .

کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين او دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي نن په يو خبري کنفرانس کې په دې باب چې ګڼې  له ملي موزيم څخه  نهه پنځوس قلمه تاريخي اثار  قاچاق شوي دي . تور، رد کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ځينو رسنيو خبر ورکړي دي  چې دمشرانو جرګې  دشکايتونو داوريدو دکميسيون رييس  ډاکتر زلمي زابلي  په دې وروستيو وختو کې درسنيوپه وړاندې  ويلي دي  چې ګڼې نهه پنځوس قلمه تاريخي اثار  داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير له خوا له ملي موزيم څخه  قاچاق شوي دي او دغه راز يو شمير رسنيو هم  له مسووليت پرته  دغه مسئله خپره کړې ده .
په دې کنفرانس کې  په داسې حال کې چې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس عبدالقدير تيموري  هم حاضر و ،  دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي  ددې خبر دردولو په ترڅ کې  چې گڼې  له ملي موزيم څخه اثار قاچاق شوي دي  دافغانستان  دنهه پنځوسوقلمو تاريخي اثارو دبيا راستنولو دقانوني پړاونو دڅرنګوالي په باب چې دقاچاق وړونکو له خوا له هيوادڅخه بهر ته  ليږدول شوي و .  معلومات ورکړ، اووي ويل  چې دغه اثار دقاچاق وړونکو په واسطه  کيندل شوي او بهر ته وړل شوي و . او بيرته افغانستان ته  راوړل  شوي دي .
ده وويل، له هغه وروسته چې دغه اثار له سندونو سره يې په قانوني ډول داطلاعاتواو فرهنګ وزارت اوملي موزيم  ته  وسپارل شول  اوس په دغه موزيم کې ثبت او موجود دي.
  دغه راز ده ټينګار وکړ چې بايدهيڅوک او هيڅکله  دمسووليت له احساس پرته اوپه بې بنسټ ډول  داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت تور ونه لګوي . او له بلې خوادې هم ددغې فرهنګي ادارې او دملي موزيم اعتبار ته زيان ونه رسوي .
ددوى دغه عمل دهيوادله بهر څخه  دافغانستان دتاريخي اثارو دراستنولو بهير ته  دزيان سبب نه شي .
په دې خبري کنفرانس کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين له ملي موزيم څخه  دنهه پنځوسو قلموتاريخي اثارو  دقاچاقوتور مسخرې وبللې او وي ويل  داچې څه ډول له انګلستان څخه ملي موزيم ته له سندونو عکس او ثبت او راجستر سره  دنهه پنځوسو قلمو اثارو دراستنولو څرنګوالي  يوه روښانه مسئله ده او که چيرې څوک غواړي کولي شي  اثار په ملي موزيم کې  وګوري .
ډاکتر رهين دهيواد دتاريخي اثارو په ساتنه او دهيواد دهغوتاريخي اثارو په راستنولو کې چې دقاچاق وړونکوله خوا له هيوادڅخه بهر ته ليږدول شوي دي  اودبهرنيو هيوادونو په همکارۍ  بيا افغانستان ته  راوړل  کيږي  هم ددغه وزارت  دهلوځلو په اړوند  معلومات ورکړل .
ډاکتر رهين زياته کړه  چې دملي موزيم حيثيت ، دافغانستان  دملت حيثيت دى  په دې وروستيو وختو کې هم موږ دهغو سندونو راستنول چې په عربي  او درى ژبو دافغانستان په شمال کې په يوه سمڅه کې  ترلاسه شول او قاچاق شوي و،  او داسرائيلو حکومت هغه پيرودلي دي ، له يونسکو څخه غوښتنه کړې ده له دې امله څرنګه چې دغه اثار  دافغانستان دخلکو  دملي ميراث يوه برخه ده اوبايد  افغانستان ته  راستانه شي  او په دې برخه کې  مې له يونسکو  څخه هيله کړې ده چې  داسرائيلو له حکومت  سره  اړيکې ونيسي چې دغه اثار بيرته  راستانه کړي .
  داکتر رهين  دغه  تور دځينو کسانو او رسنيو دعقدې زيږنده وباله  چې په غير مسوولانه ډول  اوپه بې بنسټه توګه يې په دې کار لاس پورې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته