امنیت

نشه يي توکي په هلمندکې له منځه يوړل شول

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
په هلمند ولايت کې پرون اووه ويشت ټنه نشه يي توکي وسوځول شول .
په دغه توکوکې اپين ، چرس ، هيرويين او هغه تيزاب چې د هيروئينو په جوړولو کې کارول کيده؛ دلښکرګاه ښار هوايي ډګر ته څېرمه وسوځول شول .
دلښکرګاه د څارنوالۍ رييس عبدالصمد صديقي باخترآژانس ته وويل: دغه توکي د روان کال په بهيرکې دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت د منسوبينو د هلوځلو له امله ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې ترلاسه شوي و.
د امنيتي قوماندانۍ د امنيت آمر جمعه ګل  همت ويلي دي: امنيتي مسوولين دنشه يي توکو دجدي مبارزې پرخلاف او ددغې شومې پديدې په له منځه وړلوکې اغيزمن کارونه ترسره کړي دي او وروسته له دې هم په دې لاره کې مبارزه کوي .
  دهلمند والي محمد نعيم مومن وويل چې ددغو توکو په اړوند دپوليسو له خوا يوسلو اته څلويښت تنه نيول شوي دي .
ويل کيږي دغه نشه يي توکي د کورنيوچارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دلوى رييس عبدالخليل بختياري په حضور د امنيتي مسوولينوله خوا وسوځول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته