کابل – باختر دکب دمياشتې ١
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دافغانستان داسلامي جمهوريت د دلويې څارنوالۍ دادارې دمرستيال په مشرۍ او دتخار دوالي او دولايتي شورا درييس په غړيتوب يو هيت په تخارولايت کې دقومي ستونزې دحل په مقصد موظف کړى دى .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست يوخبرځاى باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامد کرزي دلارښوونې له مخې دغه هيت موظف دى چې دسيمې د ديني عالمانو ، مشرانو او سپين ږيرو په تفاهم سره ددواړو لورو شکايتونه او تورونه وڅيړي ، هغه موارد چې جرمي بنسټ ولري محکمو ته دې وسپاري او د دواړو لورو ترمنځ دناوړه تفاهم په لرې کولو اقدام وکړي .
دغه هيت موظف دى چې دخپلو اجرااتو په باب دې ددوو اوونيو په دننه کې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ ورکړي.
0 1 دقیقه لوستل