ورزش

په خوست کې مهدي خېلو لوبډلې د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر
د فوټبال د حذفي جام دغه سیالۍ چې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د خوست په اماني لوبغالي کې پیل شوې وې د مهدي خېلو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدلې.
یادې سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې پای لوبې ته یې د لټکو شاهین او د مهدی خېلو اتحاد کلپ لاره وموندله. د مهدي خېلو اتحاد کلپ وکولای شول چې دغه جام یو د صفر پر وړاندې په خپل نوم کړي.
په خوست کې د ورزش ادارې امر عزیزالرحمن ملنګ وايي چې په نږدې راتلوونکي کې به د اماني لوبغالي د ترمیم پاتې چارې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د خوست د فوټبال فدراسیون مسوول عبدالفتاح واکمن وايي چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د غوره لیګ سیالۍ جوړې شي او غوره ورزشکاران به ترې د هېواد غوره لیګ ته وروپېژندل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته