امنیت

دملي امنيت سلاکار دبادغيس ولايت له مشرانو سره وکتل .

کابل باختر د مرغومي لسمه
دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا نن له غرمې وروسته دبادغيس ولايت دبيلابيلو  قومونو له مشرانو او مخورو سره وکتل .
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دکوچيانو په چارو کې د جمهور رييس سلاکار محمد عارف نورزي او په ملي شورا کې دبادغيس ولايت دخلکو استازو محمد موسي جناب او ولي شاه خا ن هم برخه لرل  دبادغيس ولايت مشرانو دهغو ستونزو په باب چې ددغه ولايت خلک ورسره مخامخ دي دملي امنيت سلاکار ته معلومات ورکړل .
دوى په دغه ولايت کې دنا امني له پلوه خپلې ستونزې دبې ځايه شويوکسانو مشکلات ، دهرات بادغيس دلويې لارې امنيت او ترقلعه نو پورې دتوروشيخ دلاري دامنيت مسئلي بيان کړې . او ددولت له خوا يې دخپلو ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .
په مقابل کې ډاکتر سپنتا ژمنه وکړه چې دولت به دهغوى دستونزو دلري کولو په لاره کې  لازم اقدامات وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته