فرهنګ

ښاغلي جهاني د افغاني ژبو په وده کې، د ثمر موسسې هڅې وستایلې

کابل- باختر د  کب د مياشتې ٤مه :
د ثمر د نړیوالې موسسې مشرتابه پلاوي نن، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ته، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو رپوټ وړاندې کړ.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د ثمر موسسې مشر ښاغلي ډویټ شېور، په افغانستان کي د پښتو او دري ژبو د بېلابېلو اړخونو د څېړني او انګلېسي ژبي ته د یادو ژبو د اثارو د ژباړي په هکله جزیات وړاندي کړل. د نموني په توګه د محمد ګل نوري لخوا د پښتو فوکلور د خوندي سوي، بډای اثر ملي هنداري یادونه وسوه، چي د ثمر موسسې د یوه امریکايي ژبپوه ښاغلي ډېویډ پېټ لخوا په انګلېسي ژباړل سوېده.
د ثمر موسسې پلاوي په ننګرهار کي د ناچاپو شعرونو د چاپ د بشپړي سوي پروژې ترڅنګ د هیواد د بېلابېلو لږکیو ژبو او لهجو په هکله د خپلو شپږ کلنو څېړنو پایلي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارلې او ژمنه یې وکړه چي ژر به یې پښتو او دري ژباړه چاپ او خپراوي ته سپاري.
ښاغلي شېور د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د خپلو کارونو د ښې همږغۍ په موخه، د همکاریو د تړون په هیله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روانو هلوځلو څخه مننه وکړه.
د لیدني په اوږدو کي، د پلاوي یوه تن څېړونکي ښاغي کیوین ایډګیرټن، د افغانستان د اوسنۍ شاعرۍ په باره کي د مرکې په توګه یوشمېر پوښتنې وکړې چي د ښاغلي جهاني لخوا په تفصیل معلومات ورکړه سول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ثمر نړیوالي موسسې، په ځانګړې توګه، مشرتابه پلاوي څخه د افغاني ژبو د څېړني او هغه خدمت له مخي چي کړی یې دی، مننه وکړه او د وزارت له اړخه یې د پوره همکارۍ په ډاډ ورکولو، د دوی هڅي وستایلې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته