سیاست

دقندهار دژيړۍ دولسوال خدمتونه وستايل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١ :
دولسي جرګې  رييس دقندهار ولايت دژيړۍ ولسوال  د ښواو ارزښتناکو کارونو  او خدمتونو له امله  قدرداني وکړه.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په هغې غونډه  چې  دولسي  جرګې دمنشي  سيداکرام الدين  او دولسي جرګې دغړو  محمد نعيم لالى حميدزى او دشيکبا هاشمي په ګډون جوړه شوې وه  ددغه  مجلس رييس عبدالروف ابراهيمي دقندهارولايت دژيړۍ ولسوالۍ دولسوال حاجي  جمال دغوره خدمتونوپه درناوي دولسي جرګې دستاينې لوحه ده ته ورکړه  او  هيوادته د خدمت په لاره کې يې  دده دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته