سیاست

احمد ضيا مسعود دکابينې له وزيرانو سره په غونډه کې په هيواد کې داداري بهير په اسانه کولو باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دادارو دکاري پروسيجرونو دساده کولو  په باب داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې  دجمهور رييس  دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ او دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دوزيرانو د سترې محکمې دمسوولينو ، داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونودخپلواک کميسيون او کابل ښاروالۍ دچارواکو په ګډون داحمد ضيا مسعود په کاري دفتر کې  يوه غونډه وشوه .
  داصلاحاتو او ښې حکومت والي په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ . په دې غونډه  کې  دوزارتونو او ادارو داداري بهيرونو دساده کولو په باب دڅرګندونو په ترڅ کې  دساده کولو دچلنجونو  او فرصتونو په باب هراړخيزې خبرې وشوې .
لومړى دجمهور رييس فوق العاده استازي په  غونډه کې وويل: ٣١٤ موارده داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دکميسيون له خوا پيژندل شوي دي چې ١٥٩ مورده يې مهم بهيرونه دي او دساده کولو دبهير لارښود ته هم انکشاف ورکړشوى دى  .
ده وويل دالومړۍ ځل دى چې په هيواد کې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون له خوا داداري بهيرونو دساده کولو مسئله طرحه کيږي چې دغه مهم مورد دحکومت دمشروعيت دلوړولو زمينه برابروي .
  دجمهور رييس فوق العاده استازي وويل  دخلکو درضايت دترلاسه کولو اوپه ښه توګه هغوى ته دفرصتونو دوړاندې کولو په خاطر داداري پروسيجرونو ساده کولو ته جدي اړتيا ده او له ټولو وزارتونو او ادارو څخه زما غوښتنه داده چې د کاري پروسيجرونو اصلاح کولو ته دخپل کاري لارښود په سر کې ځاى ورکړي په تيره بيا هغه پروسيجرونه چې دهغوى له لارې زياترو هيوادوالو ته خدمتونه وړاندې کيږي اويا دعوايدو په راټولولو کې کليدي رول لري .
   ده زياته کړه داداري پروسيجرونو دساده کولو په صورت کې به په ادارو کې مراجعينو ته دخدمتونو وړاندې کول  ښه والي ومومي . او داداري فساد او پيچلتيا  مخه به ونيول شي .
له بلې خوا هم داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاهد وويل  داداري بهيرونو په ساده کولو کې به دادارو داصلاح مالکيت دوزارتونو وي  خو کميسيون به دتخنيکي همکار په توګه دهغوى تر څنګ ولاړ وي .
ده وويل  په پيژندل شويو مواردو کې  دټولو وزارتونو او ادارو اصلاح کول شامل نه دي بايد مسوولين  يې هغه موارد چې په خپلو ادارو کې دچلنج او ستونزې په توګه مشاهده کوي  له کميسيون سره طرحه کړي چې دهغو دساده کولو په باب کار وشي
په غونډه کې برخه والو وزيرانو دساده کولو او دپيژندل شويو مواردو  له طرحې سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ويې ويل  چې دلومړي ځل  لپاره له يوه جنجالي  مورد سره مخامخ شوى دى او په خپلو وزارتونو  کې به ددغو مواردو دتطبيق او عملي کولو په لاره کې دهر راز اقداماتو ملاتړ وکړي .
دوى په ادارو کې  دبيرته پاتې  قوانينو او مقررو او دپيچلو او اوږدمهالو  پروسيجرونو شتون يوله هغو مواردو څخه وباله چې په ښه توګه  هيوادوالو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې دوى ته يو خنډ دى .
دغونډې غړو داجراييوي بهيرونو دساده کولو دکار دپيل دهرکلي په ترڅ کې دغه وړانديزونه طرحه کړل .
١_  په وزارتونو او ادارو کې دپروسيجرونو دساده کولو  کار قوي سياسي ادارې  ته اړتيا لري چې لازمه ده په دې مسئله کې دجمهور رييس فوق العاده استازي جدي غوڅوالي ولري .
٢ _  دهغو قوانينو او مقررو اصلاح کول چې کلونه کلونه کيږي په دولتي ادارو کې يې دفساد او داستفادې غوښتنې زمينه برابره کړې ده .
٣_  په بشپړه توګه دهيواد دادارو دبهيرونو دساده کولو په برخه کې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون  دتشکيلاتي ظرفيت او پروګرامونو بيا کتنه .
٤_    په هيواد کې داداري بهيرونو دساده کولو دملي کميسيون جوړول چې په دې برخه کې لازم صلاحيتونه ولري .
٥_  دغه راز لس برابره دعدليې وزارت دتقنيني انستيتوت دظرفيت لوړول چې وکولى شي ټول قوانين او مقررې اصلاح اوبيا جوړې کړي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي دغونډې ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه هغه ټول موارد چې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون له خوا پيژندل شوي دي په غوڅه توګه دهغو په ساده کولو کار پيل کړي
ده وويل: ټول وزارتونه او ادارې  دې بايد دساده کولو بهير پيل کړي او هغه موارد چې په خپله ددوى له خوا پيژندل کيږي  داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو له خپلواک کميسيون سره په همکاري کې دهغو په ساده کولو کار وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته