سیاست

محمد محقق : ښځې او نارينه ته دلوى خداى ( ج ) له خوا يوشان کرامت ورکړ شوى دى .

کابل باختر دليندي  نولسمه :
دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دشپاړلس  ورځني کنفرانس  پاى ته رسيدونکې غونډه نن دوزيرانو شورا په مرمرينه  ماڼۍ کې جوړه شوه .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې چې داجراييه رياست دمرستيالانو انجنير محمدخان او حاجي محمد محقق  ، دکابينې دځينو وزيرانو ، د بشر دحقوقو دکميسيون داستازي او دښځو دحقوقو دبرخې دګڼ شمير فعالانو په شتون جوړه شوې وه  ويناوالو دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په باب  خبرې وکړې او په اسلام کې دښځو دمقام په باب يې له  تاوتريخوالي  څخه دخلاصې  ټولنې په لرلو باندې  ټينګار وکړ .
داجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان وويل چې داسلام دمبين  دين له پلوه  ښځه  ځانګړى مقام لري .  اوبايد دښځو درناوى وشي .
ده زياته کړه هغه کسان چې نن دښځو دحقوقو ددفاع لاپې کوي له سلو کلونو څخه زياته سابقه نه لري .
په داسې حال کې چې داسلام مقدس دين کابو يوزرو  څلور سوه کاله مخکې دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو  خبرې کړي او دښځو دحقوقو په رعايتولو  او درناوي يې تينګار کړى دى .
دهېواد داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق هم دښځو مقام  دهغو پرخلاف دتاوتريخوالي له منځه وړلو اودښځو ځواکمنۍ ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې دښځو په نسبت بايد په انساني سترګه وکتل شي .
  محقق دقران کريم دايتونو په استنا وويل  داسماني  کتاب ايتونه ددې څرګندوى دي چې ښځې او نارينه ته دلوى خداى ( ج )  له خوايوشان کرامت ورکړشوى دى .
  داجراييه رياست مرستيال دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې بايد دښځې او نارينه ترمنځ له کرکې ډک  تبليغات  ونه شي بلکې دسالمو اومهربانو کورنيو دجوړولولپاره مثبت تبليغات يو ضروري کار دى .
حاجي محمد محقق زياته کړه چې ښځې او نارينه بايد په کورنۍ  کې دوستانه اړيکې اوهمکاري ولري چې په دې صورت کې به سوله ئيز اوخوږ ژوند تجربه کړي .
داجراييه رياست مرستيال  له تاوتريخوالي  څخه ديوې  خلاصې ټولنې دجوړولو لپاره وويل: دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره ښځې بايد له علمي او اقتصادي  پلوه ځواکمنې  شي او په ټولنه اوسياست کې دهغوى دشتون زمينه پراخ بنسټه  شي
ددغې غونډې  بلې وينا والې دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري  دښځو دحقوقو دتامينولو په برخه کې دحکومت دلاس ته لاوړنو او له ښځو سره دملي وحدت دحکومت  دمشرانو  دملاتړ په يادونې سره ځينې پيشنهادونه داجراييه رياست مرستيالانو ته وړاندې  کړل  او دحکومت په کابينه کې يې د ښځينه وزيرانو دټاکنې غوښتنه وکړه .
دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازي ثريا صبح رنګ  او فيروزه روزګانۍ ددغې غونډې  نورې ويناوالې وي او هم په دې غونډه کې يوې کوچني ماشومې هاديې محقق  دښځې دشخصيت او مقام په باره کې يوه ښکلې مقاله ولوستله .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته