سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه

کابل باختر د تلي لومړى :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات  پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه اوپه اجندا کې نيول  شوي  موضوعګانې  يې وڅيړلې . 
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ. عالي شورا لومړي دځينو حقوقي او مدني پريکړوپه تنفيذ کې دستونزو له امله درامنځته شويو شخړو په باب چې په بيلابيلو ډولونو څرګنديږي  خبرې وکړې او درسيدلو استهداګانو دحل کولو او په دې برخه کې داجرااتو ديو خيل والي درامنځته کولو په مقصد په ١٣٥٠ هجري لمريز کال کې دمحکمو درييسانو په عالي سيمينار کې دمدني قضيو په تنفيذ کې په اشکالو پورې  اړونددتصويب  شويو قواعدو او دسترې محکمې دنورو متحد المالونو په رعايتولو باندې ټينګار وکړ څرګنده يې کړه چې واکمنه محکمه دې دنافذو مصوبو په رڼا کې دقضايي قرار  په صادرولو سره ستونزې حل کړي .
ورپسې له اجندا سره سم دغه رسيدلي  استهداګانې وڅيړل شوې .
ديوې مدني قضيې په برخه کې دننګرهار داستيناف  محکمې درياست استهدايه چې په دې باب دغايب په سوګند پورې  معلق  حکم صادر شوى دى .
دمرکزي  بانک دپورونو په بدل کې ديو شخص جايدا په پلورنه کې دستونزو دشتون په باب  دکابل داستيناف محکمې درياست استهدايه .
_ دعرض  ديوه خاوند دغوښتنې په باب د ننګرهار  داستيناف  محکمې درياست استهدايه چې دشرعي اقرار خطه ديوې وثيقې  دتصحيح  غوښتنه يې کړې ده په داسې حال کې چې دغه تصحيح ، وثيقه له خپل اصلي تګلوري څخه منحرفوي .
  _ دکابل ولايت داستيناف  څارنوالي استهدايه  چې ديو تن عارض دعريضې له مخې يې په ټاکلي ساحه کې داستوګنې د ساحو دويجاړولو غوښتنه کړې ده چې ددغو ټولو استهداګانو په وړاندې دنافذو قوانينو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې  دبيا کتنې دشپږو مواردو غوښتن ليکونو او په  جزايي او مدني قضيو کې دمحکمې دبدلون  دنږدې دوه سوه غوښتن ليکونو په  باب چې  ددعوا دخاوندانو او دلوى څارنوالۍ دادارې له خوا وړاندې شوي وو هم  څيړنې وشوې او په هر مورد کې لازم  تصميمونه  ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته