فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د مبارز دعوتګر د هنري هڅو ستاینه وکړه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٥ مه
د هنري او کلتوري شخصیتونو د ستایني په لړ کي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني، نن د ښاغلي مبارز دعوتګر، هنري خدمتونه وستایل.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کمو امکاناتو او ګڼو ستونزو په موجودیت کي چي ښاغلی دعوتګر ورسره مخ دی، د حکاکۍ او نقاشۍ په برخو کي د نوموړي خدمتونه زیات او د ستایني وړ وګڼل.
ښاغلي جهاني د وزارت له لوري د ترتیب سوي ستاینلیک ترڅنګ د اولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني له لوري، ښاغلي دعوتګر ته، سل زره افغانۍ د دوی د هنري کارونو د ملاتړ په موخه ورکړې.
مبارز دعوتګر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اولسمشر او اولسمشرۍ ماڼۍ د کلتوري مشاوریت څخه د منني په څرګندولو د لازیاتو هلوځلو ډاډ څرګند کړ او په هنري چارو کي یې حکومتي ملاتړ هیله بخښونکی وګاڼه.
باید وویل سي چي ښاغلی دعوتګر، په کندوز کي مېشت، حکاک او نقاش دی چي د هیواد په ډېرو برخو کي یې ډبرلیکني او د انځورکرۍ آثار مینه وال لري او نوموړي په دې برخه کي ګڼ شمېر هنرمندان روزلي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته