روغتیا

د مزارشريف په حوزوي روغتون کې د درملنې ښه زمينه برابريږي

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د بلخ ولايت څلورسوه بستريزحوزوي روغتون د درملنې په پرمختللو امکاناتو سمباليږي.
د اووه مليونو ډالرو په ارزښت د دغه روغتون طبي تجهيزات د جاپان له خوا د مرستې په ډول برابر شوي دي .
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس  ډاکتر ميرويس ربي باخترآژانس ته وويل: دغه تجهيزات چې د جراحى پر مختللي وسايل، د زړه د ګراف د ستګاوې او د هيمودياليزيا د وينې تصفيه کوونکې دستګاوې، د جراحي ميزونه او نور طبي سامان آلات پکې شامل دي؛ دغه روغتون ته رسيدلي دي او د جاپاني ډاکترانو له خوا د افغاني ډاکترانو له بلدتيا وروسته به د استفادې وړ وګرځي.
د بلخ ولايت د عامې روغتيا د رياست د ساري ناروغيو د څيړنې د څانګې مسوول  ډاکتر  اسد الله شريفي وايي چې پخوا په ډول ډول ناورغيو اخته زياتره کسان چې درملنه يې په دغه روغتون کې  د طبي تجهيزاتو د نشتوالى په علت  نه ترسره کيدل، کابل او يا له  هيواد څخه بهرته ليږدول کيدل؛ خو ډير ژر د دغو تجهيزاتو په فعالولو سره په دې روغتون کې د هغوى د درملنې زمينه برابريږي.
ده زياته کړه: د حوزوي روغتون سمبالښت به د دې سبب شي چې ناورغانوته د مناسبې درملنې خدمتونه وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته