کابل باختر د وږي د مياشتې ١ :
شپږ تنه وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې ووژل شول.
دغه طالبان تېره شپه د دانګام په ولسوالۍ د ناټو د جنګي الوتکو په هوايي بريد کې ووژل شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل: د پنځو تنوپاکستاني طالبانوپه ګډون شپږ تنه وسله طالبان د شيګل او د انګام د ولسواليو ترمنځ په ګندو سيمه کې ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه هوايي بريد د امنيت د تامينولو او په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه د سيمې د پاکولو په مقصد پيل شوي و.
1 د یوې دقیقې څخه لږ