ټولنه

د کابل- لوګر پر لویه لار مسافرين کولای شي په خوندي ډول سفر وکړي

کابل/ د سلواغې ١١ / باختر:
د کابل- لوګر د لویې لارې قوماندان د لویې لارې د بشپړ امنیت اعلام وکړاو ویې ویل چې د اسلامي امارت پوځيان د خلکو د امنيت لپاره هلې ځلې کوي او مسافرين کولای شي شپه او ورځ پر دې لاره په پوره ډاډ تګ راتګ وکړي.
د کابل – لوګر د لويې لارې قوماندان مولوى قدرت الله مجاهد تېره شپه د يادې لويې لارې له امنيتي پوستو څخه کتنه وکړه او له امنيتي ځواکونو څخه يې مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې د دې لويې لارې امنيت په بشپړ ډول تامين شوى او مسافرين کولاى شي له کومې ويرې پرته پر دغې لارې تګ راتګ وکړي.
د کابل- لوګر د لويې لارې يو موټر چلوونکى سليم وايي، چې په پخواني نظام کې دغه لويه لاره د ډېرو نا امنيو او جګړو شاهده وه، خو اوس د هېواد تر ټولو خوندي لاره بلل کېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته