ښوونه او روزنه

په کندزکې ٢٥٢ تنوځوانانو په سن هارس پوځي اکاډمۍکې د شموليت آزموينه ورکړه

کندز باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
دوه سوه دوه پنځوسو تنو ځوانانو پرون په کندز ولايت کې د سن هارس په پوځي اکاډمۍ کې د شموليت آزموينه ورکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کندز د والي اسدالله عمرخيل، د پامير د شلمې فرقې د قوماندان بريدجنرال نورالله قادري او د نورو مسوولينو په ګډون  د پامير په شلمه فرقه کې جوړه شوې وه، بريد جنرال قادري وويل: هغه کسان چې په دغې آزموينه کې بريالي شي او په سن هارس پوځي اکاډمۍ کې شامليږي  بايد په صداقت او ايماندارۍ سره ملا وتړي او د هېواد له لويشت لويشت  خاورې څخه دفاع وکړي.
د کندز والي اسدالله عمرخيل د دغې آزموينې د شفافيت په باب وويل چې شفافيت په سلوکې سل په پام کې نيول کيږي او هغه کسان چې وړتيا او لياقت ولري؛ بريالي به شي .
د کندز پوهنتون رئيس ډاکتر محمد خيبر سيفي وويل: لکه څنګه چې ښه انجنير، ډاکتر او اروا پوه ته اړتيا لرو؛ په همدې ډول ښه او مجرب عسکر ته هم اړتيا لرو چې د هېواد دفاع او ساتنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان د ولايتونو د پوهنتونونو  او تعليمي موسسو او ښوونحيو له دوه سوه دوه پنځوسو تنو برخه والو څخه شپيته تنه يې په لوړو نمرو سره کولاى شي په کابل کې د لندن د سن هارس پوځي اکاډمۍ ته لاره ومومي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته