کابل باختردسلواغې پنځه ويشتمه :
دکابل پوليسو پرون شپږ تنه دکابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دجنايي جرمونو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په نيول شويو کسانو دکابل ولايت په مربوطاتو کې دغلا او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى چې درې تنه يې له پنځه ديرشو کيلوګرامو اپينو سره نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ