امنیت

يو اته کلن ماشوم دتښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دکابل ولايت امنيه قوماندان نن په يوه خبري غونډه کې د انسان تښتوونکوله منګولو څخه د يو اته کلن ماشوم د ژغورنې خبر ورکړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر په دې خبري غونډه کې وويل: يوشمېر انسان تښتوونکو پرون له غرمې وروسته د دووبجو په شاوخواکې دغه اته کلن ماشوم دکابل ښار د مکروريان له ساحې څخه وتښتاوه او د کابل ښار د شاه شهيد په ساحه کې يې پټ کړى و او ددغه ماشوم د خلاصون په بدل کې يې د ده له کورنۍ څخه سل زره امريکايي ډالره غوښتي و.
ده زياته کړه: د دغې پيښې په باب پوليسو ته دخبر له رسيدو څخه څلور ساعته وروسته دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د موظفينو په عملياتوکې پنځه تنه انسان تښتوونکي چې يوه ښځه هم پکې شامله ده؛ د دوى په کورکې ونيول شو او تښتول شوي ماشوم بېرته کورنۍ ته يې وسپارل شو.
دغه راز جنرال ظاهر دکابل ښار د پوليسو د دريمې حوزې په مربوطاتوکې  د چاوديدونکو توکو دليږدونې په وخت کې د دوو تنو د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل چې په دې باب تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته