ټولنه

دښځودچارو وزيره : دهېواد دمخکښو ښځو کارنامې دې جوتې شي .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري نن دهېواد دمخکښو ښځو دکارنامو او دهغوى دفعاليتونو دورپيژندنې او جوتولو په منظور دزينب سينما دتالار دتنظيم او ښکلي کولو په غونډه کې  ګډون وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دلبرنظري  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه وويل ددې هېواد ښځې هغه ښځې  چې په تيرو وختونوکې يې ژوند کړې دى اويا ژوندي نه دي هغو ښځو ته چې همدا اوس له ستونزو سره  سره نورو ښځو ته ارزښتناک او غوره خدمتونه ترسره کوي وروپيژندلې شي دهغوى ژوند ليک او تصويرونه  دې دزينب سينما په تالار کې  وځړول شي چې کتوونکي او مراجعه کوونکي له هغوى سره بلد او دهغوى کارنامې  او خدمتونه دراتلوونکو نسلونو لپاره تل پاتې او تاريخ جوړونکي  شي
دښځو دچارو وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رييسې شکيلا  نظري دښځو دچارو دوزيرې دلارښوونو دعملي کولو په مقصد دهراړخيزې همکارى ژمنه وکړه .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته