کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د اروپا د اتحاديې د بشر د حقوقو د خبرو اترو دويم پروګرام د بهرنيو چارو وزارت په مقرکې جوړ شو.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه پروګرام د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ پرانستل شو، د افغانستان د دولت د هيئت مشرتوب د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې عادلې راز او د اروپا د اتحاديې د هيئت مشرتوب په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې ځانګړي استازي او د هيئت رئيس فرانز مايکل ميلبن په غاړه درلود .
د وزارتونو د معينانو او د نورو دولتي مقاماتو په ګډون د افغانستان هيئت او د سفيرانو په سويه د اروپا د اتحاديې هيئت په دې غونډه کې ګډون وکړ.
دغه پروګرام د تېرکال د هغو خبرو اترو نتيجې چې د ٢٠١٥ ميلادي کال د جون د مياشتې په ١٥نيټه ترسره شوې وې، تعقيبې شوې او په افغانستان کې دبشر د حقوقو د حالت په باب خبرې وشوې .
دغه راز په دغو خبروکې دبروکسل دکنفرانس په درشل کې دبشر دحقوقو په برخه کې دافغانستان او د اروپا د اتحاديې همکارۍ چې ټاکل شوې ده د ٢٠١٦ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې په ٤ او ٥ نيټه جوړ شي، وڅيړلې شوې.
په دغه پروګرام کې د ښځو او ماشومانو د حقوقو، ځورونې، په عدالت د لاسبري او دمعلوليت لرونکوکسانو د ټولنيزو حقوقو او د بيان د آزادۍ په ګډون د بېلابېلومسئلو په باب رغنده او ګټورې خبرې وشوې. د اروپا اتحاديې د ښځو د ملي عمل د پلان د ترسره کولو، سولې او امنيت، له ځورونې سره د مبارزې لپاره دملي عمل دپلان د ترسره کولو او د افغانستان د بشر د حقوقو په خپلواک کميسيون کې د نظارتي ميکانيزم د تفاهم ليک د لاسليک کولو په ګډون د بشر د حقوقو د خبرو له امله د افغانستان د اسلامي دولت د يادونې وړ اقداماتو هرکلى وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت د خپلو هغو ملي او نړيوالو ژمنو په تحقق چې د اسلام د مبين دين په رڼا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په مادوکې ليکلې شوې دي، ټينګار وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت په افغانستان کې دبشر دحقوقو دحالت دښه والي او دلازمو قضايي اصلاحاتو درامنځته کولو په باب په خپلو ژمنو تينګار وکړ .
دافغانستان دولت دغه راز په دغه هېواد کې دبشردحقوقو دښه والي له پروګرامونو سره دملاتړ په خاطر د اروپا د اتحاديې او د هغې دغړو هېوادونو دسخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه.
د اروپا اتحاديه په افغانستان کې د بشر د حقوقو د پياوړتيا او د قانون د واکمنۍ د ټينګښت په لاره کې د مرستې د دوام په باب په خپلو ژمنو ټينګار وکړ او د افغانستان دولت يې وهڅاوه چې دبشرد حقوقو د حالت دښه والي او داصلاحاتو دتطبيق او دځورونې پرخلاف دکنوانسيون داختياري پروتوکول دتصويب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په پام کې ده چې د افغانستان او داروپا داتحاديې ترمنځ دبشر دحقوقو دخبرو اترو بل پروګرام په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په کابل کې جوړ شي .
2 2 دقیقې لوستل