فرهنګ

د نوروز د نړيوال جشن په مناسبت علمي سمينيار جوړ شو

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره د نوروز د نړيوال جشن د علمي سيمينار کار پيل شو .
  دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه سيمينارچې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين، د لوړو زده کړو د وزير ډاکتر عبيد الله عبيد، يو شمېر پوهانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو او د دولتي مسوولينو په ګډون جوړه شوى و؛ په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي له خوا ولوستل شو  چې پکې ددغه سيمينار د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دقدردانۍ په ترڅ کې ويل شوي دي: دافغانستان خلک د راتلونکى کال د نوروز جشن د نوروز دحوزې د هيوادونو له مشرانو سره يوځاى نمانځي او ددغه جشن د ښه نمانځنو د ترتيباتو په خاطر يو کميسيون کار کوي.
  دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د نوروز د جشن دځانګړى کميسيون په وړانديز دغه سيمينار جوړ شو .
باور لرم چې په دغه سيمينارکې پوهان خپلې ارزښتناکې نظريې او لارښوونې له کميسيون سره شريکوي او هغه ته په پاملرنې سره د راتلونکي کال د نوروز جشن په ځانګړى ډول او په زيات پرتم سره جوړ شي .
په دې سيمنيارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د نوروز د نړيوال جشن د جوړولو دځانګړى کميسيون د هلوځلو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې د نوروز د تاريخچې په باب معلومات ورکړ او ويې ويل: ((نوروز زموږ د ښو او ځلاندو فرهنګي پديدو څخه دى او زموږ هيواد د نوروز د زيږيدو ځاى او زموږ د تيرو مشرانو ياد چې د زړو اسا‌طيرو په روايت په جمشيد او يا يما پورې منسوب دي.))
ډاکتر رهين زياته کړه چې نوروز زموږ په هيواد پورې اړوند پاتې نه شو او زموږ له هيواد څخه سيمې او ټولو ځايونو ته لاړ. نه يواځې د دغې حوزې هيوادونوبلکې لرو سيمو آن ترقاهرې ښار پورې ورسيد او په مصرکې هم رواج شو .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې نن نوروز دخپل نوروفضايلو برسيره د نړۍ ددغې سيمې د ملتونو د نږدې والي تفاهم او ورورګلوي او همکارۍ سبب شوى دى او زموږ ملت د نوروز هرکلي ته ځي چې د نړۍ د دغې سيمې د يوولسو هيوادونو په ګډون دهغه جشن په کابل کې جوړيږي .
دغه راز دلوړو زده کړو وزير ډاکترعبيدالله عبيد د نوروز د جشن د جوړولو دعالي کميسيون دکارونو په باب معلومات وړاندې کړل .
وروسته  دعلومو اکاډمۍ پيغام د څيړنپوه محمد فاضل شريفي له خوا ولوستل شو.
په دې سيمينارکې پرتو نادري، د ورځپاڼو رييس ډاکترشمس الحق آرين فر، د پوهنې وزارت فرهنګي سلاکار ګل آقا احمدي هم د نوروز د تاريخي جشن او ددغه جشن د پيدايښت دڅرنګوالى په باب خبرې وکړې او خپلې علمي او څيړنيزې مقالې د نوروز د تاريخي جشن په باب ولوستلې.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ګرځندوى معين پوهنمل نبي فراهي د سيمينار نتيجې او لاسته راوړنې راټولې کړې او له اديبانو او شاعرانو څخه يې وغوښتل چې خپل شعرونه، داستانونه، ادبي ټوټې او د نوروز د جشن د جوړولو لوګوچې د نوروز په باب وي؛ په ټولو ملي ژبو د ګرځندوى معينيت ته وليږي او غوره آثارو ته به  جايزه ورکړ شي .
  دغه راز په دې سيمينارکې اړونده وزارتونه او ارګانونه دنوروز دنړيوال جشن دښه نمانځلو په لاره کې دخپلې ونډې چې د نوروز دحوزې د هيوادونو په ګډون په کابل کې جوړيږي؛ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته