سیاست

جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته: کارنامې به مو په زرینو کرښو ولیکل شي

کابل -باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تيره شپه په ارګ کې له امنیتي او دفاعي منسوبینو سره وکتل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مشرتابه ځینو غړو هم حضور درلود، د ملي دفاع وزارت د منسوبینو په استازیتوب شاه پور شریفیار، د ۱۰۱ اسمایي زون قومندانۍ د منسوبینو په استازیتوب پلوشې، د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب ناظر حسین او د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب عبدالقادر خبرې وکړې.
دغو منسوبینو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس ملاتړ، مواظبت او هغوی ته پاملرنه وستایله وې ویل، چې دغه ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د محاربوي او جنګي مورال د پیاوړتیا لامل کیږي او موږ د جګړې په ډګرونو کې دښمن ته سخت زیان رسولی دی.
هغوې د امنیتي تدبیرونو او په خپلو اړوندو ادارو کې د کاري اجرااتو په اړه جمهوررئیس ته د راپور ورکولو تر څنګ د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتي ارګانونو د جدي اقدماتو د نیولو ډاډ وکړ.
ویناوالو وویل، دښمنان په خپلو ټولو عملیاتو کې ناکام شوي دي، نو ځکه په مقدسو ځایونو کې د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کوي،  همداراز موږله دښمن سره مبارزې او د هغوی ځپلو ته ژمن یوو چې د خلکو او د جمهوررئیس په ملاتړ به دښمن ته ماتې ورکړو.
امنیتي او دفاعي منسوبینو د امنیتي ننګونو یادونه وکړه او د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو په ځانګړي ډول د شپې له خوا د کابل په زيانمنوونکو څنډو کې د کمربندونو جوړولو، د نظامي کوپراتیف د جوړولو، د کابل ګارنیزیون په چوکاټ کې د نوې لوا دجوړولو له غیرمسوولو وسله‌والو څخه د وسلود راټولو، د بې سندو او تورو ښيښو موټرو درولو، د نظامي کدرونو د ګومارنو په چارو کې د سیاسيونو د مداخلو، د افسرانو د روزنې په  کورسونو کې محدودیت، د کابل د ټرافیکو سیستم کمپیوتري کولو، د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا، لا زیات سمبالښت، په یو مشخص چوکاټ کې د لوړ پوړو چارواکو د محافظینوانسجام، د ټولو شته وسلو د جوازونو د تمدید او په کابل ښار کې د امنیتي کمرو دلګولو په اړه جمهوررئیس ته ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
ورپسې د هېواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، میړانې او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه: د وطن او خلکو د دفاع په لار کې به مو کارنامې په زرینو کرښو ولیکل شي، ځکه تاسې د نظام او هېواد پايښت تضمین کړې دى او زه درباندې د اعلی سرقوماندان په توګه ویاړم.
جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تاسې رضاکارانه مبارزه کوی، تاسې دا انتخاب درلود چې په کومه بله برخه کې دنده ترسره کړی او چیرته په هوسا ژوند بوخت شی، خو تاسې پر خپلې خاورې قربانۍ غوره وبلله، ملت او دولت درباندې ویاړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د تېرو دوه نیمو کالو په پرتله زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه څوبرابره قوي شوي دي او د افغانستان دښمنان هم په دې پوه شوي دي، ځکه په بېلابېلو برخو کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکو له خوا په نښه شوي دي، همدارنګه به ماتې سره مخ شي او هغوی دې زموږ د ماتولو خوب له سره وباسي.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کالو کې سابقه نه درلوده، خلک او دولت مو په ټول توان سره تر څنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه، د جګړې په ډګر کې ستاسو بریالیتوب د جګړې بڼه بدله کړې ده، د دښمن دوه موخې مو چې یوه نظام ته زیان رسول و او بل د خاورې وېشل، شنډ کړې.
جمهوررئیس وویل، دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د کابل سراسري امنیتي پلان جوړ شوی دی او ژر به په یوې لویې ولسي اجماع کې پرې بحث وشي تر څو اوسنۍ امنیتي ننګونې حل شي او همدارنګه کابل ته اقتصادي پلان هم چمتو شوی دی. هغه وویل، کوماندو ځواکونه به دوه برابره زیات شي او تشکیل به یې په قول اردو بدل شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په ملکي برخه کې د نظامیانو د استفادې فرهنګ باید ختم شي او زما په شمول هیڅوک حق نه لري چې د کوماندوله ځواکونو څخه د شخصي ساتوونکو په توګه کار واخلي. هغه وویل، د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ټینګښت په خاطر د ښارجوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې تر یو چتر لاندې مشخص ځای ورته په پام کې ونیسي.
هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستايلو فرهنګ په پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل، والیان به د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډې جوړې کړي، تر څو خلک، دولت او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو صف کې ودرېږي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ټرافیکو سیستم باید په معاصرې ټکنالوژۍ سمبال شي چې په دغه برخه کې به عملي ګامونه پورته شي. هغه اړوندو منسوبینو ته لارښوونه وکړه، تر څو هغه سړکونه چې له کوم دلیل پرته بند شوي دي، ژر دې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته