ټولنه

په شبرغان کې دترافيکي پېښې له امله يوه ښځه ووژله شوه .

کابل باختر د چنګاښ ١٦ مه :
دشبرغان _ بلخ  دلويې لارې په تګلوري کې  ديوې ترافيکي پېښې په پايله کې  يو کس ووژل شو او اتلس نور ټپيان شول .
دجوزجان دترافيکو مديريت سرپرست محمد سرور  خوشي وال  باختراژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون مازيګر  دشبرغان ښار دسلطان کوټ په سيمه کې له دوو زرنج موټرسايکلونو سره ديو مسافر وړونکى بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوه چې په نتيجه کې يې يوه ښځه ووژل شوه او دښځو او ماشومانو په ګډون  اتلس نور ټپيان شول .
خوشي وال وويل : دپېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې ښه دي .
خوشي وال ددغې پېښې علت زيات ګړنديتوب  ، دترافيکي  قوانينو نه  دموټرچلوونکو نه پاملرنه  او دسړکونو  خراب والي وباله .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته