ښوونه او روزنه

په کندزکې د کانکور آزموينه پيل شوه

 کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹ مه
په کندز ولايت کې د دولسمو ټولګيو د څه دپاسه ۶ زرو تنو فارغانو د کانکور آزموينه پرون پيل شوه.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې په درې ورځوکې څه دپاسه ٦٠٠٠ تنه نجونې او هلکان د کندز پوهنتون په انګر کې د کانکور آزموينه ورکوي .
د دغه ولايت د کانکور د کمېټې هيئت او مسوولينو په دغه ولايت کې د کانکور پر شفافيت او نه لاس وهنې ټينګار وکړ او له برخه والو څخه يې وغوښتل چې د آزموينې په وخت کې نظم رعايت او د نظر وړ څانګو په انتخابولو کې له  بشپړ دقت څخه کار واخلي.
  ختم_   شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته