ټولنه

جمهوررئیس غني راستنېدونکو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ

کابل_باختر د زمري د مياشتې٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د مهاجرینو عالي کمېسیون غونډې د افغان مهاجرینو په عمومي وضعیت بحث وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوه، په پيل کې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرینو د وضعیت او د مهاجرینو د بیا ادغام په اړه راپور وړاندې کړ.
ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس غلام رضا رسولي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ویل: هغه شمېر افغانان چې د پنااخیستو وضعیت  کې دي ښه  شرایط لري او کولای شي له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.
هغه زیاته کړه، دهغوکسانو چې د پناه اخیستونکي په توګه یې د پنا اخیستو غوښتنې ارزول کېږي، د دوی د برخلیک تر معلومېدو پورې له حد اقل ملاتړ څخه برخمن دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغان کډوالو په اړه باید یو څرګند تصویر موجود وي چې له مخې یې اساسي غوښتنو ته رسیدګي وشي. هغه همدارنګه راستنېدونکو بي سرپرسته ښځو او ماشومانو ته په رسېدنه ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د اقتصاد وزارت دې انجوګانو سره ښه همغږي رامنځته کړي چې د تفاهم په اساس راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي. جمهوررئیس زیاته کړه، راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې اړوند بنسټونه لکه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه او د وکړو د احوالو د ثبت اداره دې ښه همغږي ولري چې کډوالو ته د بېرته راستنېدو پر مهال رسېدګي وشي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د حامد کرزي په بین المللي هوايي ډګر کې دې د کډوالو د هرکلي لپاره مناسب ځای په پام کې ونیول شي چې په وخت سره یې خدمت وشي. هغه بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له سفارتونو سره دې خبرې وشي چې په دې برخه کې د هغوی له بریالیو تجربوڅخه کار واخیستل شي.
همدارنګه جمهوررئیس غني د کلیو د پرمختیا، کرنې او مالدارۍ، روغتیا، د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارتونو په مسوولیت منلو او تعهد کې پر وضاحت ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې وې ویل، د کډوالو چارو وزارت باید خپل پلانونه او برنامې له سره وګوري تر څو ستونزې او ننګونې په یو منظم فهرست کې ترتیب او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شي.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته