فرهنګ

د قرانکريم د لومړۍ نسخې ليکنه د هيواد د نظام يو فرهنګي برياليتوب دى

کابل باختر  دوري  پنځمه :
د بيهقي خپرونو د رياست د قرآنکريم د ليکنې آمرمحمدحسن بختياري  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چاروله معينې سيمين حسن زاده سره وکتل او د قرانکريم د ليکنې د بهير په باره کې چې د لومړي ځل لپاره په هيواد کې ترسره شوې دي؛ په  مفصله توګه توضيحات وړاندې کړل .
دقرانکريم د ليکنې آمر محمدحسن بختياري چې د قرانکريم د خطاط په توګه  د خپرونو د چارو د معينې د زيات درناوى او ستاينې وړ وګرځيد او و يې ويل :  د دريو رنګونو په ترکيب سره  د قرانکريم  دلومړۍ خطي نسخې د ليکني کار په داسې ډول چې د کلماتو متن په تور رنګ سره، اعرابونه په لاجوردي رنګ او لامونه او اسماى جلاله په سره رنګ سره دي؛ څلورنيم کاله وخت نيولى دى چې  د سورتونو د پيل او د آيتونو د ختم په ګډون ټولې حاشيې يې شپږ سوه څلور مخونه دي او لومړۍ او دويم  صفحې او يوه آخره صفحه يې تذهيب شوې ده.
د بيهقې خپرونو د رياست  د قرانکريم د ليکنې خطاط او آمر زياته کړه چې په اوس وخت کې د دغې نفيسې  قرآني نسخې د ډيزاين او دتصحيح او تدقيق  دپړاونوکار  هم پاى ته رسيدلى دى او د وروستى تصحيح او دحج او اوقافو وزارت دتاييد لپاره  دغه وزارت ته ليږل شوى دى.
دخپرونو د چارو معينې سيمين حسن زاده د قرانکريم د ليکنې د آمريت د هڅو او هاندپه زياتې ستاينې او درناوي سره وويل: دا لومړى ځل دى چې قرانکريم په هيوادکې کتابت کيږي او له شک پرته دغه ارزښتناک او غوره اقدام  کولى شو د نظام يومهم فرهنګي برياليتوب وبولو چې بايد درناوي يې وشي او د دغې برخې  خادمان او محترم خطاطان يې د هڅونې ملاتړ او قدرداني وړ وبلل.
د يادونې وړ ده چې د قرانکريم د ليکنې او په دري ژبې د هغه د ژپاړنې ترڅنګ د لومړي ځل لپاره الهي مقدس کلام په پښتو ژبه هم ژباړل شوى دى او د قرانکريم  دليکنې دآمر محمدحسن بختياري د څرګندونو له مخې ، په ازبکي ژبې د کلام الله مجيد د ژباړنې کار به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارومعيني سيمين حسن زاده دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د حج او اوقافو وزارت د وروستى تصحيح او تاييد په اخستلو سره د قرانکريم لومړۍ ليکل شوې نسخه د بيهقي د خپرونو د رياست د قرانکريم  د ليکنې د آمريت له خوا د خاصو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته