خبرونهTOPښوونه او روزنه

په ننګرهان پوهنتون کې ۲۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ننګرهار پوهنتون کې ۲۲ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

شیخ نداء محمد ندیم د یادو پروژو د پرانیستې ترڅنګ، د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو، ولایتي ادارې مسؤلینو، ولایت مرستیال، استادانو او محصلینو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ۲۲ رغنیز پروژو بشپړېدل، د وزارت له لوري د کرنې په برخه کې د دریو ماسټري برنامو منظوري، د نړیوال ژورنال ایجاد او د ستوماتولوژي پوهنځی منظورۍ یې په تېر یوه کال کې د دغه تحصیلي بنسټ مهمې لاسته راوړنې وبللې او په یادو لاسته راوړنو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له همکارۍ څخه مننه وکړه. 

ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یادو لاسته راوړنو له امله د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي او استادانو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 

همدا راز نوموړي د ننګرهار پوهنتون د «اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس» د بودیجې وړاندیز منظور او د پوهنتون رهبرۍ ته يې ډاډ ورکړ، چې په پوره اطمینان او د معیارونو په نظر کې نیولو سره دې نړیوال کنفرانس ته تیاری ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته