فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دافغانستان دځوان پارلمان له رييس سره وکتل .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن  دافغانستان دځوان پارلمان له رييس او  يوشمير غړو سره وکتل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دافغانستان دځوان پارلمان رييس اغا محمد قريشي ددغه پارلمان دکار اوفعاليت  دڅرنګوالې په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست ته   معلومات ورکړل او له ده څخه يې وغوښتل  چې  دکار او  کارموندلواو دهغو روزنيزو پروګرامونو په برخه کې  چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا دهېواد  په مرکز او ولايتونوکې  جوړيږي  ،  ددغه پارلمان  غړي په پام کې ونيسي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې دغه وزارت  دخپلو امکاناتو  په چوکاټ کې  دافغانستان دځوان پارلمان او دهېواد  دنورو ځوانانو په خدمت کې  دى . 
دغه راز  پوهاند باوري دټولنې په پرمختګ او انکشاف کې دځوانانو رول  کارنده او رغنده وباله  او ويې ويل  مستعد ځوانان کولى شي  دازادې سيالۍ  دبهير له لارې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په بيلابيلو برخو کې  شامل شي .
  ديو بل خبرله مخې،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  داقا خان بنسټ دپروګرام له مسوول سره  په کتنه کې  ، دهېواد دملي فرهنګي پاليسي  دجوړولو په باب  خبرې وکړې .
په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست   له دغه وزارت سره  داقا خان بنسټ  دهمکاريو له امله  دقدراني تر څنګ وويل  چې دملي فرهنګي پاليسي په باب  کار دوام لري . او موږ په دې برخه کې هم داقا خان بنسټ دهمکارۍ غوښتنه کوو .
  په همدې ترتيب  داقا خان بنسټ دپروګرام مسوول  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  ددغه بنسټ  دهمکارۍ  ډاډ ورکړ .   ختم_ ف – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته