خبرونهټولنه

جمهوررييس محمد اشرف غني د ننګرهار یو شمېر مدني او فرهنګي فعالانو او د ښځو او ځوانانو له استازو سره وکتل

 

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن مازدیګر د یاد ولایت یو شمېر مدني او فرهنګي فعالانو او د ښځو او ځوانانو له استازو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې د ننګرهار ولایت د غونډو په تالار کې وشوه په پیل کې د مدني فعالانو په استازیتوب نوراغا ځواک په خپلو خبرو کې وویل،افغان وژنه باید پایته ورسېږي، ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. نوموړي د اصلاحاتو، کرنیز سیستم د رغاونې، ځوانانو ستونزو د حل په برخو کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې. وروسته د فرهنګي فعالانو په استازیتوب شېرشاه همدرد وویل، مننه چې د رسنیو مالیاتي جریمې مو معاف او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه مو ایجاد کړه. نوموړي د خبریالانو د امنیت او د شهیدو خبریالانو کورنیو ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ننګرهار ولایت کې د تاریخي ځایونو د بیارغاونې په اړه یې خپلې غوښتنې بیان کړې. ورپسې شریف الله ناصري د ځوانانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د فساد پر وړاندې د جمهوررئیس د وروستیو اقداماتو د قدردانۍ پر مهال د دغو اقداماتو د دوام غوښتنه وکړه وې ویل، سوله زموږ لومړیتوب دی. جمهوررئیس محمداشرف غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، مننه چې حقوق او وجایب مو دواړه مو مطرح کړل، له یوه بل سره له ژمنتیا مه واره مخته نه شو تللی او د باور فضا د ایجاد لپاره باید یوه بل ته لاس ورکړو او د افغانستان پر بقا اساسي بحث وکړو. جمهوررئیس ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې له ځوانانو سره په مشوره د دوی غوښتنې ورسره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، قوت په اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو کې دی او باید مدني ټولنه له علماو سره په ټکر کې نه وي. محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ پانګه ده وویل، د ننګرهار د امنیت د تامین او هدفمندو ترورونو د مخنیوي په اړه والي صلاحیت لري چې له تاسې سره ګډ کار وکړي او حل لارې یې ولټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته