امنیت

افغان ځواکونه وستايل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦:

دناټوسرمنشي  افغان امنيتي ځواکونه وستايل .

دباختراژانس دخبرله مخې،  اندرس فوګ راسموسن پرون داستراليا په پايتخت کې له خبريالانوسره دخبرو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو پوهه اوکفايت وستايه او ويې ويل  موږ شاهدان وو چې دافغانستان امنيتي ځواکونو څنګه په مسلکي اوماهرانه  توګه دطالبانو پيچلي اوپلان شوي ترورستي بريدونه شنډکړل

دترورستانو ځپل دستاينې وړ  اوطالبانو ته ستر درس دى  اوس موږ هيله من يو   چې له ٢٠١٤ کال وروسته  به امنيتي تشه رامنځته نه شي .

ټاکل شوې ده دناټوسرمنشي له استرالياسره  دافغانستان له ماموريت وروسته  داستراليادپوځي مشارکت په اړوند يو تفاهم ليک لاسليک کړي .

استراليا په افغانستان کې يوزرو پنځه سوه پنځوس تنه پوځي پرسونل لري.

استراليا لومړني هيواد دى چې دناټو له تړون څخه بهر په افغانستان کې زيات عسکرلري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته