سیاستخبرونه

جمهورريیس غني د ازبکستان جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ازبکستان جمهورريیس شوکت میرضیایف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.
د دواړو هیوادونو جمهورريیسانو د مزار، کابل او پېښور اورګاډي پټلۍ د مطالعاتو پیل په اړه هم خبرې وکړې، هغه یې د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال لپاره مهمه پروژه وبلله.
همداراز د دواړو هیوادونو مشرانو د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال بین المللي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه چې ټاکل شوې د افغانستان او ازبکستان د جمهورريیسانو په مشرۍ د روان میلادي کال په می میاشت کې په تاشکند کې جوړ شي، خبرې وکړې.
په دې ټلیفوني تماس کې، جمهورريیس غني امیرعلي شېرنوایي بین المللي کنفرانس کې د ګډون لپاره چې ټاکل شوې د ۱۴۰۰ کال په وري میاشت کې په هرات ښار کې ترسره شي، د ازبکستان پوهانو، لیکوالو او نوایي پېژندونکو ته بلنه ورکړه.
د ازبکستان جمهورريیس شوکت میرضیایف وویل، هیواد یې لېوالتیا لري د نفتو او انرژۍ په برخو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او جمهورريیس غني د هغه د ښه نیت قدرداني وکړه. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته