سیاست

جمهوررئیس غني: حاجیانو ته باید هرکال تر پخوا ښه خدمات برابر شي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام دحامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له سعودي عربستان څخه راستنو شویو وروستیو حاجیانو ته د ښه راغلاست او د دغې پروسې د ښه تنظیم له امله له اړوندو مسوولینو څخه د مننې پرمهال وویل، بیت الله شریف ته د حج فریضي د ادا کولو په موخه تلونکوحاجیانو ته باید هرکال تر پخوا ښه، ارزانه او اسانه خدمات برابر شي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینا پرمهال د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په کامیابۍ سره د حج پروسې پای ته رسېدو له امله د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې  مننه وکړه وې ویل: دوه میاشتې او اته ورځې مخکې مو د حاجیانو لومړنی کاروان حج ته ولېږه، چې نن د وروستي کاروان په راتګ دغه پروسه په بریالیتوب پای ته ورسېده. هغه وویل، سږ کال حاجیانو ته د ښو خدماتو د برابرولو ترڅنګ د نورو کلونو په پرتله په دغه پروسه کې درې میلیون ډالره سپما شوې.
ښاغلي عثماني زیاته کړه: په دغه پروسه مو د جمهور رئیس په مستقیمه څارنه پنځه میاشتې کار کړی و،  چې په نتیجه کې يې د حاجیانو د اوسېدو ځای (عماره) نږدې وو چې حاجیانو په اسانۍ تګ راتګ کولی شوای او د حاجیانو خواړه او ترانسپورټ تر پخوا ښه او منظم وو.
د حج او اوقافو وزیر وویل، سږکال د حاجیانو تلفات کم وو، یوازې لس تنه حاجیان وفات شوي او د حج پرمهال څلور ماشومان زیږیدلي دي، همدارنګه سږکال د حج د معلمانو یا لارښوونکو سیستم یې ډېر منظم و، چې ټول حاجیان ورنه راضي دي، مګر د دې باوجود یو لړ ستونزې موجودې وې. هغه زیاته کړه، راتلونکي کې به دا پروسه لا ارزانه او اسانه شي.
ورپسې د حاجیانو په استازیتوب حاجي محمدیونس د خبرو پرمهال د حج او اوقافو وزارت مسوولین دوی ته د ښو خدماتو د چمتو کولو له امله وستایل وې ویل، سږکال د حج په مراسمو کې ښه معلمین ورته غوره شوي و، چې په منظمه توګه یې له حاجیانو سره مرسته کوله، د خوړو او استوګنځي او تګ راتګ ستونزو ته یې پوره پوره پام شوی وو. هغه زیاته کړه، حاجیانو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او همدارنګه د ښو خدماتو د برابرولو له امله حکومتي مسوولینو او د حج وزیر ته  هم دعاګانې وکړې.
په پای کې جمهوررئیس حاجیانو ته په خطاب کې وویل: زه چې نن ستاسو په څېرو کې کومه خوښي وینم دا د ټول افغانستان خوشحالې ده، د ټول ولس، عالمانو او دولتي اراکینو خوشحالې ده، دا خوشالي تر ټولو زیاته یو حاجي درک کولی شي، ځکه هلته د خدای په کور کې د انسانانو ترمنځ مساوات دوی په خپلو سترګو لیدلی وي.
جمهوررئیس زیاته کړه، هیله لرم چې تاسې به د حج پر مهال د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته دعاګانې کړې وي او له دې وروسته هم دوی په دعاګانو کې یاد ساتئ، دا ځکه چې د همدوی له برکته موږ خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړو.
جمهوررئیس غني وویل، دا چې تاسې د حج او اوقافو وزیر او مسوولینو له کړنو خوشحاله یاست، نو ډاډ درکوم چې  د دوی د کارونو قدرداني به وشي.  هغه زیاته کړه، هر دولتي مسوول چې ښه خدمات وړاندې کوي او ولس ترې خوښ وي، هغه راته د قدر وړ دی، ځکه زما اوله او اخره دنده ستاسو خدمت دی.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته