ټولنه

په سمنګانو کې دښځو شوراګانو نن په کار پيل وکړ

کابل باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دسمنګانو ولايت ښځو نن  په دغه ولايت کې  دښځو دلومړنيو شوراګانو پرانستل   ونمانځل .
دسمنګانو ولايت  دښځو دچارو رييسې  دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : 
دغه شورا  چې دالمان ددولت په ملاتړ  دافغان _ المان دهمکارۍ دادارې له لارې  په کار پيل کړى دى  ددغې سيمې ميرمنو او نجونو ته  دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار  او ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې له يوې بلې سره  دکتنې فرصت برابروي .
دښځو شوراګانې دښځو له خوا اداره کيږي اودښځومسلې  حل کوي اوپه همدې حال کې  په دولتي او سيمه ييزو ادارو کې ددوى دحقوقو استازيتوب کوي.
دښځو شوراګانې  دښځو دګټو ملاتړ کوي  او په دولتي بنسټونو کې  ددوى دپراخ مشارکت لپاره هلې ځلې کوي.
په خبر کې ويل شوي دي  چې ددغو شوراګانو دجوړولو ستر هدف دوزارتونو،
ولايتي دفترونو ، ولسواليو  او ښارواليو په ګډون هم په ټيټو کچو اوهم په لوړو
مقامونو کې په سياست کې دښځو درول  پياوړي کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته