امنیت

٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دزمري شلمه :
دملي دفاعي او امنيتي  ځواکونو دبېلابېلو عملياتو په  بهير کې  ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه عمليات دننګرهار ، کاپيسا ، غزني ،پکتيا ، قندهار ، روزګان ،فراه ، بادغيس ، فارياب  ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې   ترسره شوي و چې له امله يې   ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ١٢ تنه نور ټپيان شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته