سیاست

د هرات والي: د سازمان موندلو جرمونو مخنيوى پر اقتصادي او ټولنيزې پراختيا مثبته اغېزه لري

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
د امنيت تامين او د سازمان موندلو جرمونو مخنيوى په مستقيم ډول پر اقتصادي او ټولنيزې پراختيا مثبته اغېزه کوي.
د امنيتي ستونزو او د پوليسو د برياليتوبونو او چلنجونو د څېړنې په غونډه کې د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د جرمونو د مخنيوي لپاره د امنيتي ځواکونو پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
په غونډه کې چې د هرات امنيه قوماندان، د ولايتي شورا رييس، د امنيې قوماندانۍ مسوولينو، د حوزو آمرانو او د پوليسو د بېلابېلو څانګو مديرانو ګډون لاره، د هرات والي د پوليسو د برياليتوبونو په ستاينې سره، د جرمونو د ترسره کوونکو پر دقيقې پېژندنې، د جرم او جنايت د عواملو د ځپلو لپاره له نورو قوتونو سره د پوليسو پر  ګډو هلوځلو او همغږۍ ټينګار وکړ.
د هرات والي د پوليسو د ځواکونو د هڅو درناوى وکړ.
د هرات والي د جنايي جرمونو او سازمان موندلو جرمونو د عواملو، د خطرناکو تروريستي شبکو د عواملو له منځه وړل، د پوليسو او امنيتي ځواکونو د زياتو هلوځلو زيږنده وبلله.
د هرات د ولايتي شورا رييس کامران عليزايي د پوليسو په قطعاتوکې د مکافاتو او مجازاتو د اصل رعايت مهم وباله.
د هرات امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل په دغه ولايت کې د پوليسو برياليتوبونه پراخ وبلل او زياته يې کړه: د پوليسو د تشکيلاتي ستونزو او سمبالولو له چلنجونو سره سره په تېر يونيم کال کې په دغه ولايت کې د جرمي پېښو څه دپاسه شپږ زره عاملين نيول شوي دي .
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته