کابل باختردکب دمياشتې ١٩ :
دقندهار ولايت په غورک ولسوالۍکې يو روغتيايي مرکزبيافعال اوپه کار يې پيل وکړ.
دغه مرکز له شپږکلن ځنډوروسته چې فعاليت يې د طالبانو له خوا بندکړى شوى و؛ بيافعال شو.
دقندهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا باخترآژانس ته وويل: دغه مرکز دغورک ولسوالۍ خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد بيافعال شو.
پخلازياته کړه: دغه مرکز اوس په يوکرايي کورکې دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوسره کولاى شي هره ورځ دغورک ولسوالۍ ناروغان دمسلکي طبي کارکوونکو په واسطه معاينه اوتداوي کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ