ټولنه

په روزګان کې دځوانانو يو میاشتنی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

ترینکوټ باختر لیندۍ د میاشتې ۲۵ مه
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا ځوانانو ته د اساسي قانون،عدلي قضيو او د حقونو د زده کړې په موخه پيل شوی يو میاشتې ښوونيز پروګرام پای ته ورسېد.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس نور محمد ابدالي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دغه ورکشاپ کې شاوخوا اتلسو تنو ځوانانو برخه اخیستې وه.
هغه ښوونيز پروګرامونه اړين وبلل او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به ځوانانو ته د خطاطۍ، د عصري علومو،انګلیسي او د کمپيوټر د زده کړو وړيا زمینه هم برابره کړي.
په ورته وخت کې د دغه ښوونيز پروګرام څخه فارغو شويو زده کوونکو وویل چې په دغه ښوونيز پروګرام کې يې د قانون او حقونو په برخه کې هغه څه زده کړل چې تر دې مخکې يې نه وو لوستي.
دوی وايي، چي د تیرې یوې میاشتي په ترڅ کې يې ډير څه زده کړي او د خپل ژوند په اوږدو کې به ورڅخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده ،چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله ددغه ولایت ګڼ شمېر ښوونځي تړل شوي او د اوسیدونکو په وینا دغه راز وړیا او رضاکارانه کورسونه او ورکشاپونه به د بېوزلو ماشومانو او ځوانانو د پوهې د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته