سیاست

محمد کريم خليلي : اوسني ځواکمني ستونزو ته دځواب ورکولو لپاره کافي نه دي

کابل باختر دليندي اتمه
دملګروملتو دسازمان  دبشري مرستو دهمغږي اوځواب ورکولو رييس  جان ګېنګ نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس برمک ، دملګروملتو دسازمان  دسرمنشي دخاص استازي مرستيال  مارک بودن او په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دبشري مرستو ناظم هم برخه لرله .
  لومړۍ  دملګروملتو دسازمان  دبشري مرستو دهمغږي او ځواب ورکولو رييس کابل ته  دخپل سفر هدف خلکو ته دمرستي رسولو دبهير څيړنه او دمرستي  رسولو په برخه کې ددولت له خوا داساسي هيلو او لومړيتوبونو ترلاسه کول وبلل .
  ده هيله وکړه چې اوسنيو شرايطو او ستونزو ته  په پاملرنې سره ، دناتو له ځواکونوڅخه دافغانستان دولت ته  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير هيڅ راز  اقتصادي اغيزه  ونه کړي او دملګروملتو سازمان هم هڅه او هاند کوي چې د توکېو او شيکاګو  په کنفرانسونو کې دنړيوالې ټولنې دژمنو په پام کې نيولو سره دافغانستان ددولت او خلکو لومړيتوبونو ته  دځواب ورکولو لپاره لازمي منابع  برابري کړي .
ده دافغانستان له دولت اوخلکو سره دنړيوالې ټولنې او دنړيوالو موسسو په مرستو باندې د ټينګار په ترڅ کې دافغانستان خلکو ته دمرستي رسولو په کار کې  دملګروملتو دسازمان  ژمنه  نوي کړه او دملګروملتو دسازمان دخاص استازي  مرستيال او په افغانستان کې ددغه سازمان  دبشري مرستو  ناظم هم دجمهور رييس مرستيال ته  معرفي کړ.
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  دځانګړي استازي مرستيال هم وويل  چې دى  دهغه ماموريت له مخې  چې لري يې  ، هڅه کوي چې دافغانستان له دولت سره په همغږي کې دافغان  بې ځايه شويو کسانو دستونزو د څيړنې لپاره  داوږدمهال حل لاره پيداکړي .
  ده دغه راز وويل چې دملګروملتو دسازمان نمايندګي دافغانستان له دولت سره  په همکاري  اوهمغږي کې هڅه اوهاند کوي چې دبيړنيو حالاتو دمديريت او دطبيعي پيښو له امله  درسيدلو زيانونو دڅيړنې لپاره اوږدمهال ميکانيزم پيداکړو .
  ورپسې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دافغانستان له دولت اوخلکو سره  دملګروملتو دسازمان  دمرستو له امله  دقدرداني په ترڅ کې څرګنده کړه  څومره چې زمانه تيريږي دطبيعي پيښو له امله درامنځته شويوزيانونو دڅيړنې حالت ښه والې مومي .
خو لاتراوسه پوري هم  اوسنيو شرايطو ته په پاملرنې سره  يو لړ ستونزي شته چې هيله ده  دافغانستان  دنړيوالو همکارانو دهمکاري ترسيوري لاندې کمښت ومومي .
  دجمهور رييس مرستيال  په هيواد کې دطبيعي پيښو دمخنيوي لپاره له پيښو سره  دمبارزي دملي کميټې چمتو والې ته په اشاري سره وويل چې اوسني ځواکمني ستونزو ته  دځواب ورکولو لپاره کافي نه دي . او ددې غوښتنه کوي چې  دغه کميټه دځواکمني هغه پړاو ته ورسيږي  چې وکولي شي دمصيبت ځپلو کسانو ستونزو ته  دځواب ورکولو لپاره  دهر راز اقدام تياري ولري .
  او دکار دنړيوالې ټولنې  دمرستو ترسيوري لاندې شونې دي .
ده هيله وکړه چې دافغانستان ددولت  او دهغه دنړيوالو همکارانو ترمنځ  دنږدي همکاريو له امله  دطبيعي پيښو له امله  رامنځته شويو زيانونو ته دځواب ورکولو بهير  له ٢٠١٤ کال وروسته هم دپخوا په شان مطلوب  او اغيزمن وي .
  دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې  دملګروملتو سازمان او په هغه پوري  اړوندي موسسي ، په سختو ورځو او شرايطو کې هم په جنګي حالاتو او هم دبيا جوړولو په برخو کې دافغانستان ددولت اوملت  تر څنګ  ولاړ و ، او موږ ددغو هلوځلو په قدر پوهيږو .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه  چې دافغانستان دولت هوډمن دي چې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په برياليتوب سره  ترسره شي  او دجمهوري رياست  انتخابات هم په ٢٠١٤ ميلادي کال کې ترسره کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته