بغداد دالمان خبري آژانس کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧ :
دداعش ډلې دبغداد دشمال په ١١٢ کيلومتري واټن کې دسامرا ښار يوه سيمه نيولې ده .
دالمان دخبري آژانس دخبرله مخې : دعراق امنيتي خبرځايونو اعلام وکړ چې د داعش دډلې غړو نن سهار دسامرا ښار ته څيرمه دمعتصم په سيمې په بريد سره وکولاى شول دولايتي شورا ، دپوليسو دادارې او ددغې سيمې دحکومتي مرکزونو تاسيسات په بشپړه توګه ونيسي .
دغو خبرځايونو څرګنده کړه چې دعراق داردو ځواکونه دداعش دډلې له غړو څخه ددغې سيمې دبيرته ترلاسه کولو لپاره دپوځونو دچمتوکولو په حال کې دي .
دداعش ډلې دروان کال دغبرګولي له مياشتې څخه تراوسه پورې دعراق دشمال ختيځ ځينې سيمې نيولې دي او زيات جنايتونه يې ترسره کړي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ