ښوونه او روزنه

په لوړو زده کړو وزارت کې د سړکونو د پخولو کار بشپړشو

کابل_باختر- د سلواغې ۱۲مه
د لوړ و زده کړو وزارت پر داخلي سړکونو د پخولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شول.
د لوړوزده کړو وزارت د خپرونو رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
ددغو سړکونه د پخولو له امله چې د فوايدعامې وزارت په مرسته د کابل ولایت د فوايدعامې ریاست له خوا بشپړ شو، د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د دغو سرکونو په پخولو سره به د لوړو زده کړو وزارت ټرانسپورټي ستونزې اوارې او د دغه وزارت د ښکلا سبب وګرځي.
د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکترعبیدالله عبید وویل: په تیرو دوو کلونو کې د لوړو زده کړو په وزارت کې د بیا جوړونې او د نویو تاسیساتو ګڼ شمېر پروژې بشپړې شوې چې په ترڅ کې یې د دغه وزارت ډیریې برخې کانکریټ او په معیاري ډول جوړ شوي دي، ګڼ شمېر شنه او ښکلي پارکونه جوړ شوي او د دغه وزارت ټولې ادارې او دهلیزونه په معیاري ډول رغول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دلوړو زده کړو وزارت په تیر دوو کلونو کې ۵۵ پرمختیایي پروژې پلي کړي، په داسې حالې کې چې له دغو دوو کلونو مخکې په لسو کلونوکې په دغه وزارت کې د پرمختیایي پلي شویو پروژو شمېر یوازې ۳۵ رسیږي.
یوازې په روان کال کې د لوړو زده کړو په وزارت کې ۱۴ پرمختیایې پروژې بشپړې شوې او ۴۸ نورې پروژې تر کارلاندې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته