اقتصاد

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې پنځه اوياپروژې بشپړې شوې دي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې پنځه اوياپروژې د ملي پيوستن د پروګرام له لارې په غور ولايت کې بشپړې شوې دي.
دغې پروژې د غور ولايت په نهو ولسواليوکې عملي شوې دي.
دغور ولايت د کلود بيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنيرتاج محمد زلال باخترآژانس ته وويل: دغې پروژې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا د اووه سوه پنځه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت تطبيق اوبشپړې شوې دي.
د زلال دڅرګندونو له مخې: په دغوپروژوکې دڅوکليو دسړکونو جوړول اوترميمول، د پلګيو، د اوبو د بندونو، د بريښنا د توليد دبندونواو د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د څښاک د اوبو کيندل او د استنادي ديوالونو جوړول شامل دي چې د خلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
زلال وويل: ددغو پروژو له امکاناتو څخه اته زره پنځه سوه کورنۍ په مستقيم ډول استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته