سیاست

د سترې محکمې عالي شورا د پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجنډا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې د خبرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
عالي شورا لومړۍ د افغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې له امله چې د بهرني تيري په وړاندې د ملت د ميړانې او اتلوالۍ محصول و؛ جمهور رييس حامد کرزي، جګپوړو دولتي مقاماتو او د افغانستان ټول نجيب ملت ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې آزادي او هيواد پالنه د افغانانو څرګندې مشخصې دي او د افغانستان مجاهد ملت د خپل ارزښتناک تاريخ په اوږدوکې ، د آزادۍ ونه په خپلو وينو سره خبړوبه کړې ده چې وياړل يې کارنامې يې د هيواد تاريخ په زرينو پاڼوکې ثبتې دي.
وروسته د بادغيس، جوزجان، سرپل او د فارياب په ولايتونوکې د وروستيو سختو سيلاوونو د راوتلو په نسبت چې زموږ په سلګونو تنه هيوادوال يې لمنځه يوړل، په زرګونوکورنۍ يې بې کوره کړې او د څارويو د لمنځه تللو او کرنيزو ځمکوته د سخت تاوانونو د اوښتو سبب شول؛ خواشيني او خپګان څرګند شو او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ددغو پيښو قربانيانو ته د فردوس جنت او د هغوى کورنيو او پاتې کسانو ته د جميل صبر او استقامت هيله وشوه او د هيواد له دولتي چارواکو څخه غوښتنه وشوه چې د دغو ټولو ناوړو پيښو او مصيبتونو په وړاندې بې توپيره پاتې نشي او له مصيبت ځپلو سره د مرستې او همکارۍ په لاره کې خپل انساني او اسلامي رول ولوبوي.
عالي شورا دغه راز په جزايي، مدني، تجارتي شخصيه احوالو او د وثيقو د چارو په ساحوکې او هم د قضايه قوې د راتلوونکو پنځوکلونو د پروګرامونو او پلان په باب د غور او د قضايي او اداري چارو د لاښه سمون او تنظيم په لاره کې د ضروري لايحو او مقرراتو د تنظيم او تدوين په باب د غور په خاطر د محکمو د قانوني استهداګانو د څيړنې په مقصد تجويز ونيوه چې د محکمو د رييسانو عالي سيمينار دې په مناسب وخت کې وغوښتل شي او په همدې مقصد دې د قضايه قوې د اداري عمومي آمريت ته لازم لارښود صادر کړ.
وروسته له اجنډا سره سم د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ابتداييه محکمې د قاضيانو ، د کونړ ولايت د استيناف محکمې د جزا د ديوان د قاضيانو او د غزني ولايت د نظامي محکمې د پخواني رييس او غړي د سرغړونې په باب له تدقيقي نظريو سره جوخت قضايي پلټنې د رياست په رپوټونو او دغه راز د بادغيس ولايت د استيناف محکمې د رياست د قضايي او اداري اجرااتو د څرنګوالي په باب غور او څيړنه وکړه او د ترسره شويو سرغړونو له تشخيص وروسته د دغو محکمو نهو تنو قاضيانو ته د قضايي سرغړونو د څيړنې د څرنګوالي مادو په رڼاکې لازمې تاديبي جزاګانې تجويز او هم د بادغيس ښاري ابتداييه محکمې له محرر څخه د ده د ښو اجرااتو په خاطر مننه وشوه.
دغه راز په همدې لاره کې د کاپيسا ولايت د استيناف محکمې د عامه امنيت د ديوان په دريو تنو پخوانيو قاضيانو پخوا تجويز شوي تاديبي مويدات د هغوى په توضيحي دلايلو او په دې برخه کې له تدقيقي او پلټوونکو نظريو له غور وروسته او دې ته په پاملرنې سره چې د نظر وړ پريکړې قانونيت په فرجامي پړاوکې تاييد شوى دى؛ لغوشول.
دغونډې په دوام د محکمو د ځينو رسيدلو استهداګانو په باب هم غور وشو او د قانوني مصرحاتو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربېره پر دې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د دريو مواردو غوښتن ليکونه او په مدني او جزايي قضيوکې د محکمې د بدلون يوويشت مورده غوښتن ليکونه وڅيړل شول او په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته