اقتصاد

ديرش مليونه ډالره ليلا ميږي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
د افغا نستان بانک ديرش مليونه امريکا ئي ډالره دليلام په ډول پلوري .
د باخترآژانس دخبرله مخې : د افغانستان بانک دروان کال دتلي دمياشتې په  شپاړلسمه نيټه سه دشنبې دورځې په داوطلبي کې ديرش مليونه امريکايي ډالر دليلام  په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغو ټولوصرافانو اوتجارتي بانکونو ته چې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍيې پخوادتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتوپه لوي مديريت  کى تحويلې کړي دي بلنه ورکول کيږي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي  اودليلام ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه  تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي
له ټولوګډون کوونکو څخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبي فورمې دې دليلام  د ورځې دسهار تر نهو بجو پورې د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوبيا دې ترنهو بجو اوديرشو دقيقو پورې دې بيرته اړوندو موظفينو ته وسپاري .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يې يومليون اوپنځه سوه زره افغاني د تضمين په ډول  دډالرو په ليلا مونو کې دګډون له لپاره نه دي تحويلې کړي کولاى شي له
دا وطلبي څخه يوه ورځ مخکې خپل د تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو ليلامونو کې ګډون وکړى  .
ديادونې وړ ده چې د معاملاتو قسمي ترسره کول مجاز نه دي دليلام ګټونکي دې
دخپل ذمت پيسې يوځاى په نغدي توګه او په حوالې سره په ټاکلي وخت کې په بانک کې تحويلې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته