۱۰۰ ورځې

په ګرديز ښارکې د داوود سلطان زوى ملاتړ وشو

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
په سلګونوتنو نن په پکتيا ولايت کې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې له داوود سلطان زوى سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دګرديز ښاريانو په خپلو خبروکې له خپلې خوښى نوماند څخه وغوښتل چې د برياليتوب په صورت کې په افغانستان کې نا امنۍ، وزګارتيا او بيوزلي پاى ته ورسوي.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې دګرديز ښار او دپکتيا ولايت د ولسواليو د سلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون په ګرديز ښار جوړه شوې وه؛ محمد داوود سلطان زوى د خپلو پروګرامونو د بيانو په ترڅ کې وويل: د قانون واکمنۍ، ښه حکومتوالۍ امنيت، له اداري فساد سره مبارزه، ځوانانوته دکار د زمينو برابرول، د بندونو جوړل، دګرديز –  ډنډ پټان دترانزيټي لارې جوړل او د زرملى – ګرديز سړک پخول به د ده کاري لومړيتوبونه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته