ټولنه

په بغلان کې د ماشومانو لپاره يو کتابتون جوړ شو

پلخمري باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
په پلخمري ښارکې نن د ماشومانو لپاره يو کتابتون جوړ او پرانستل شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
دغه کتابتون د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همت د عامه کتابتون ترڅنګ پرانستل شو او په فعاليت يې پيل وکړ.
د ماشومانو د کتابتون مسوول حبيب الله محمدي د ماشومانو لپاره د دغه کتابتون پرانستل  يې ډير ګټور وباله او ويې ويل چې د دغه کتابتون لپاره څه د پاسه سل ټوکه تصويري کتابونه په دري او پښتو ژبو برابر شوي دي.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتابتونونو لوى مدير کريم الله رحيمي د دغه کتابتون پرانستل د ماشومانو لپاره يو ضرورت او د ځوانانو ترمنځ يې رول د مطالعې د فرهنګ د رواجولو په برخه کې مهم او اساسي وباله.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته